د لاسرسي ځای

“د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ۵۴ وسله وال وژل شوي”


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په تېرو څلوریشت ساعتونو کې ۵۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۵ نور تپیان شوي دي.

په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په ننګرهار، تخار، کندهار، کندز ارزګان، لوګر، غزني، پکتیا او هلمند کې شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو طالبانو یې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG