د لاسرسي ځای

د شام د شخړې په اړه په خبرو کې پر مختګ شوي


د نړۍ مشران وايی د ویانا د جمعې پر ورځ غونډې کې د شام د څلورنیم کلن بحران د حل لور ته یو څه پرمختګ شوی خو د بشارالاسد د راتلونکي په اړه اختلافات نه دي حل شوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري د جمعې پر ورځ وویل چې له خپلو روسيې او ایراني سيالو سره یې د دغې مسلې د حل لپاره د خبرو پر جاري ساتلو اتفاق وکړ.

بلخوا د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس وویل چې په یو شمیر مسایلو سلا راغلې ده.

دغه راز د اروپايې يونين د بهرني سیاست د ادارې مشرې فیدریکا موګیریني وویل چې په دې اتفاق وشو چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یو سیاسي عمل پیل شي.

د شام په اړه د ویانا په دغو خبرو کې دشپاړسو هیوادونو د سفرتکارانو او د لومړي ځل لپاره ایران هم برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG