د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د کندز د پېښو رپوټ حکومت ته وسپارل شو”


د افغانستان کندز ښار د سقوط حقیقت موندونکی کومیسیون وايي چې خپل رپوټ یې مکمل کړی او حکومت ته سپارلی دی.

د دغه کومیسیون یو مشر فاروق وردګ د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې د افغانستان د امنیت شورا له کتنې وروسته به د خپل رپورټ لازمې برخې روانه اونۍ له ولس سره شریکې کړي.

د ده په وينا رپورټ دوه زره پاڼي دی چې ولسمشر ته يې سيارلی دی.سره له دې چې فاروق وردګ له تفصیلاتو ډډه وکړه خو دومره یې وویل چې د دوی د رپورټ خلاصه په اته ویشتو پاڼو کې لیکل شوي او په تشکیلاتو ، کدرونو او پالیسیو کې د اصلاحاتو غوښتنه کوي.

کندز ښار تيره مياشت د لنډ وخت لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی وو چې وروسته افغان حکومت بيرته و نيولی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG