اسلام اباد: په پاکستان کې د قدرتي افتونو د انتظام اداره وايي چې د ژمي تر پيلېدو له مخه یې د زلزله ځپلو د مرستو لړی تيزه کړې ده.
دا څرګندونې د دې ادارې مشر اصغر نواز د زلزلې ځپلو سيمو له دورې وروسته د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.
اصغر نواز وويل چې دوی د اغيزمنو سیمو لپاره د ټرکونو ، اته هيلي کاپټرو او پوځي الوتکو په وسیله د ضرورت توکي استوي.
اصغر نواز زیاته کړه چې په دې لېږل کېدونکو توکو کې خيمې ، برستڼي او د يخ ضد نمونيا واکسين هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د موسمياتو محکمې د نومبر له لومړۍ نېټې یانې شنبې څخه په زلزله ځپلو سېمو کې د واورو اورېدو وړاندوېنه کړې ده.
د اکتوبر په ۲۶م په سيمه کې په راغلې زلزله کې تر ټولو زيات تاوانونه په خيبر پښتونخوا او افغانستان کې شوي وو.
د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې په وینا ، په دې صوبه کې تر ټولو زیات شانګله او چترال ځپل شوي دي.
په زلزله کې ۳۹۶ کسان مړه شوي وو چې پکې ۲۷۲ په پاکستان او ۱۲۱ په افغانستان کې وو.