د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د سینې سرطان ډېری ناروغانې د خېبر پښتونخوا دي"


ه پاکستان کې څلویښت زره ښځې د سینې سرطان څخه مري او هرو نهه ښځو کې یوه یې د سینې کېنسر ناروغه وي چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي.

د ښځو سینې سرطان مخنیوي لپاره کارکونکې یوه غیر سرکاري اداراه پینک رېبین وایي، چې په پاکستان کې د سینې سرطان درملنې لپاره یو روغتون جوړي چې راتلونکې اوونۍ به پرې کار پیل شي.

د یادې ادارې په وینا چې دا هسپتال به د لاهور په ګلبرګ علاقه کې جوړیږي او یو تشخیصي مرکز به یې په اسلام اباد کې پرانستل کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پينک رېبین ویاند ناصر غفور وویل، هر کال په پاکستان کې څلویښت زره ښځې د سینې سرطان څخه مري او هرو نهه ښځو کې یوه یې د سینې کېنسر ناروغه وي چې ډېری یې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو دي.

نوموړي زیاته کړي:

«په پاکستان کې چې څومره هم د کېنسر هسپتالونه دي نو هلته یې د درملنې لپاره ځانګړې څانګه نشته. نو دې ته په کتو زموږ اداره د پاکستان لومړۍ د سینېکینسر درملنې روغتون جوړوي. دا به د یو یاو دوه کالو په شاخوا کې جوړ شي او ټولو مستحقه ښځو ته به ویړیا درملنه ورکول کېږي»

د پینک رېبین په وینا چې د دې هسپتال جوړولو لپاره به د مرستو اړتیا وي خو له بده مرغه د سینې کینسر مخنیوی د نړیوالو مرستندویه ادارو په اجنډا کې نشته.

د پيښور د ارنم هسپتال او د کېنسر ماهره ډاکټر صفورا شاهد وایې چې د سینې کینسر زیاتره کیسونه په هاغه ځوانانو ښځو کې موندل شوي دي چې عمرونه یې د شلو او دیرشو کالونو په منځ کې وي.

دا زیاتوي ښځې باید بیا بیا خپله معاینه کوي او که یو څه نښه هم نو ډاکټر ته ته دې زغرده ولاړه شي.

«مور ته پکار ده چې خپلې لوڼې یې چې څنګه شلو کالو ته رسي، نو هر میاشت دې دې یې په خپلو لاسونو ګوري، او که په بدن کې یې لږ هم یو څه بدلون ورته ښکاره شي، څرمنه یې سخته وي او یا سینه کې غوټه وي یا یې بڼه اوښتې وي نو ژر تر ژره دې ډاکټر ته ځان ورښکاره کړي.»

XS
SM
MD
LG