د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب او سند کې د بلدیاتي حکومتونو انتخابات پېلېږي


د شبنې پر سهار په پنجاب او سېند کې د بلدیاتي حکومتونو لومړي پړاو انتخابات کېږي. الېکشن کمېشن بېګا په یوه بیان کې وویل، ټولو انتخاباتي افسرانو ته د مجسټرېټ واک ورکړل شوی او د ووټونو عمل به له سهار اووه نیمو تر ماښام پینځه نیمو بجو روان وي.

هلته د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بېګا په یوه بیان کې وویل، انتظامیې له دوی غوښتنه کړې چې په امنیتي ډول په حساسو ځایونو کې سرتېري ځای پر ځای کړي نو ځکه دوی هلته پوځ استولی دی.

الېکشن کمېشن په سېند کې د ووټ ورکولو له څه د پاسه ۴۰۰۰ مراکزو څخه ۱۵۵۰ ډېر حساس ګرځولي دي. کمېشن زیاتوي، په پنجاب کې شاوخوا ۷۳ فیصده مرکزونه حساس دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG