د لاسرسي ځای

تیرا: بمي چاودنې یو سرتېری وژلی او درې ژوبل


د قبایلي سیمې خیبر په تیرا کې د امنیتي ځواکونو پر قافلې په بمي برید کې یو سرتېری وژل شوی او درې ژوبل دي.

یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه نن(جمعه) سهار وختي په سندانې سیمه کې هغه مهال وشوه چې امنیتي سرتېري د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې د پرمختګ په حال ول.

د بمي برید ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG