د لاسرسي ځای

“له زلزله ځپلو سره دې مرستندوته کارونه ژر تر سره شي“


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر د زلزله ځپلو سیمو انتظامي چارواکو ته امر کړی چې مرستندویه کارونه دې په چټکۍ تر سره کړي.

د اعلا وزیر له دفتره په خپور شوي بېګاني بیان کې راغلي، پروېز خټک د پنجشنبې پر ورځ له وزیراعظم نواز شریف سره کوهستان ضلعې ته ولاړ او هلته یې تر زلزلې وروسته د مرستندویه کارونو پر ورووالي د خپګان ښودنه وکړه او انتظامي چارواکو ته یې په بیړه د هلو ځلو کولو امر وکړ.

XS
SM
MD
LG