د لاسرسي ځای

د روسیې ولسمشر د ځوانانو یوې نوې ټولنې جوړولو امر کړی


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ځوانانو یوې نوې ټولنې جوړولو امر کړی دی.

د کرېملېن په ملاتړ د ځوانانانو دا نوې ټولنه د شوروي اتحاد د وخت کومسومول او زمرک یا څارندوی ډلې ته ورته ده.

په دې اړه د پوتین په پروني فرمان کې د ځوانانو چارو فېډرالي ادارې ته امر شوی چې دا ټولنه دې جوړه کړي.

فرمان وايي، د دې ټولنې جوړولو موخه په هغو دولتي تګلارو کې ښه والی راوستل دي چې د نوي نسل روزنې لپاره عملي کېږي.

XS
SM
MD
LG