د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان ځواکونو په کندز کې پرمختګ کړی"


د کندوز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د دشت ارچي ولسوالي له وسله والو خلاصه کړې ده.

د دشت ارچي ولسوال نصر الدین سعدي نن(جمعه) مشال راډيو ته وویل، افغان ځواکونو تر درې ورځنیو عملیاتو وروسته د ولسوالۍ په بیا نیولو بریالي شول. سعدي زیاته کړه چې په ولسوالۍ کې اوس هم تصفیوي عملیات روان دي.

هلته د تخار والي ویاند تېموري بېګا مشال راډيو ته وویل، په خواجه غار او بهاالدین ولسوالیو کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي. دی وايي، په وژل شویو کې بهرني وسله وال هم شامل دي.

تیموري زیاتوي، افغان ځواکونه تر درقد ولسوالۍ مخکې په یادو دوو ولسوالیو کې عملیات کوي.

دا عملیات پر داسې مهال پیل شوي چې وسله والو د چارشنبې یا شورو پر ورځ درقد ولسوالي ونیوله. د شمالي ولایتونو عملیاتو په اړه وسله والو لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG