د سوات تعلیم اداره وايي، تېرې زلزلې شاوخوا ۱۵۰ سکولونه او کالجونه اغېزمن کړي دي چې پکې ځېنې له کاره وتلې دي.
د تعلیم ادارې مرستیال مشر ذوالفقار الملک تېر مازیګر مشال راډيو ته وویل، دوی د سکولونو چلوونکو ته ویلي چې یا خو دې زده کوونکي نېږدې ښوونځیو ته واستول او یا دې نورې ودانۍ په کرایه ونیسي.
د سیدو نجونو کالج یوې زده کوونکې نوشین احمد مشال راډيو ته وویل،له وېرې خپل ټولګي ته نه ځي.
انتظامي چارواکي وايي، انجینران یې د ودانیو حالت لیدو ته استولي او که ځېنې ودانۍ د استعمال وړ نه وي نو هغه به تړي او متبادل بندوبست به کوي.
د جېبرپښتونخوا مرکز پېښور کې د ځېنو سکولونو زده کوونکي او استادان هم وايي چې زلزلې یو شمېر ودانۍ اغېزمنې کړې دي.