د لاسرسي ځای

د افغانستان د کونړ ولایتي شورا په دې ولایت کې د زلزلې له زیانمنو شویو سره ځانګړې شوې مرستې کمې بولي.

د دې شورا مرستیال حاجي جماالدین بدر نن(پنجشنبه) مشال راډيو ته وویل چې جمهوري ریاست شپږ میلیونه افغانۍ د کونړ لپاره ځانګړې کړې دي چې دا د اوښتو زیانونو او مرګ ژوبلو په نسبت ډېرې کمې دي.

په کونړ کې د دوشنبې ورځې د زلزلې له امله د نورو ولایتونو په پرتله زیات زیان رسېدلی دی. هلته لږ تر لږه ۳۱ کسان وژلي شوي او په پراخه کچه مالي تاوان هم شوی دی.

د بدخشان ولایتي شورا هم حکومت ګرم بولي چې له زیانمنو شویو سره یې لازمه مرسته نه ده کړې او د مرستې رسولو په برخه کې تېروتنه شوې ده.

د زلزلې له امله زیانمن شوي خلک په داسې حال کې د مرستو له نه رسیدو شکایت کوي چې بیړنیو حالاتو ته در سیدګۍ وزارت د چارشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له زیانمنو شویو سره به د مرستې په خاطر هېڅ راز هڅه ونه سپموي.

XS
SM
MD
LG