د لاسرسي ځای

د افغانستان امنیتي ځواکونو د دې هیواد د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات کوي.

دا ولسوالي د چارشنبې پر ورځ د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغله.

درقد په تخار ولایت کې لومړنۍ ولسوالي ده چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د دولت له واکه وتلې ده.

په عین حال کې افغان امنیتي ځواکونو له نژدې دوو مياشتو وروسته د تخار په ګاونډي ولایت کندوز کې د ارچي ولسوالۍ بیرته ونیوله.

ارچي ولسوالۍ له تاجکستان او تخار ولایت سره پوله لري. دا ولسوالۍ دوې مياشتې وړاندې طالبانو نیولې وه.

XS
SM
MD
LG