د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ګوزڼ مخنیوي کې پاکستان خنډ دی"


په پاکستان کې د صحت محکمې چارواکي وايي، چې په ټولنه کې اوس هم داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکول غواړي.

د کړکېچ نړيوالې ادارې له نړۍد ګوزڼ ختمولو پر وړاندې پاکستان یو خنډ ګرځولی دی او وايي که پاکستان له دې ناورغۍپاک نشو نو دا به يو وارې بيا د نړۍ لپاره يوه لويه خطره جوړه شي.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي دي، چې د ګوزڼ مخنيوي لپاره بايد ولسي مشران يوه تګلاره جوړه کړي، او په ځانګړې د قبایلي سيمو پر اوسېدونکو ومنل شي چې دا په حقيقت کې يوه نړيواله ستونزه ده.

د دې رپورټ په اړه د خېبرپښتونخوا د ګوزڼ څاڅکو ورکولو پروګرام ای پي ای مرستیال ډایرېکټر ډاکټر اکرم شاه وويل، دا يو حقيقت دی خو د پروسږ کال په پرتله پاکستان لوی پرمختګ کړی او ډېر ژر به ګوزڼ په پاکستان کې له منځه ولاړ شي.

((پروسږ کال له پوليو رنځه يو کم څلويښت ضلعې اغېزمنې وې خو روان کال کې يواځې اوولس ضلعې د دې رنځ نه متاثره دي، د دې يوه وجه دا هم ده چې کال دوه زره پينځلسم کې د امنيت وضع ښه شوې، تر دې چې خېبر ايجنسۍ کې هم سل فيصده ماشومانو ته زموږ کارمندان رسېدلي دي))

سږ کال د پوليو کېسونو په اړه ډاکټر اکرم شاه وويل چې قبایلي سيمو کې تېر کال يو سل اووه څلوېښت او خېبر پښتونخوا کې اته شپېته کېسونه مخې ته راغلي ول، خو سږ کال له قبایلي سيمو يواځې يوولس او له خيبر پښتونخوا پينځلس کېسونه رپورټ شوي دی. او دا وخت د پوليو رنځ يواځې په پېښور کې شتون لري.

د صحت محکمې چارواکي په عمومي توګه دا ګيله لري چې په ټولنه کې داسې خلک شته چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي نه ورکول غواړي او يا د دې په اړه څه شکمن سوچ لري نو د دې لپاره بايد هر يو تن او په خصوصي توګه عالمان خپل کردار ترسره کړي.

دې لړ کې مفتي اختر اورکزي مشال راډيو ته وويل چې پېغمبر عليه السلام هم د ناروغۍ په وخت د دوايانو استعمال حکم کړی وو، يو مسلمان کله هم له دې انکار نشي کولی او که د دې په اړه د کفر فتوا بندې کړل شي نو د دې وطن اوسېدونکي به هم له نړۍ سره په يوه لیکه کې د درېدو جوګه شي.

د يادلو ده چې په ټوله نړۍ کې دا وخت د افغانستان او پاکستان پرته په يو ملک کې هم د ګوزڼ رنځ نشته او په تېرو وختونو کې د دې رنځ له کبله په پاکستانيو وګړو سفري بندېزونه هم لګېدلي ول چې وروستو ختم کړل شو.

XS
SM
MD
LG