د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خ.پښتونخوا او فاټا کې زلزلې ۲۵۵ تنه وژلي


په کوز دیر کې له زلزلې ړنګ شوی یو کور. ۲۸اکتوبر ۲۰۱۵
په کوز دیر کې له زلزلې ړنګ شوی یو کور. ۲۸اکتوبر ۲۰۱۵

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي اداره اېن ډي اېم اې په وینا چې په وروستۍ زلزله کې د وژل شوو کسانو شمېر ۲۷۲ ته رسېدلې ده.

د اېن ډي اېم اې د مالوماتو له مخې په خېبرپښتونخوا کې د وژل شوو کسانو شمېر دوه سوه او پنځویشت دی او اوولس سوه او درې اویا ژوبل دي.

په ټول ملک کې د ژوبل شوو کسانو شمېر نولس سوه او نهه دی.

یادې ادارې ویلي چېپه قبایلي سیمو کې دېرش کسان، په ګلګت بلتستان کې لس، په پنجاب صوبه کې پنځه او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کې دوه کسان وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د ړنګ شوو کورونو شمېر پنځلس زره او څه باندې شپږ سوه دی.

په قبایلي سیمو کې درې سوه او په ګلګت بلتستان کې څلور سوه او شپږ دېرش کورونه ړنګ شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف پېښور ته د خپلې دورې مهال له زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې دي. د وژل شوو لپاره د هر تن پر سر شپږ شپږ لاکه، د ژوبلو لپاره یو یو لاک اوژوبلو ته به دوه دوه لاکه روپۍ ورکول کېږي.

د پاکستان وفاقي وزیر پروېز رشید د چارشنبې په ماښام له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې زلزله ځپلو ته به مرستې او نغدې پیسې له راتلونکې اونۍ پیلېږي. نوموړي زیاته کړه چې وزیراعظمبه په خپله له زلزلې د اغېرمنو سیمو دوره کوي او د کارونو جاج به اخلي.

وفاقي حکومت دا هم ویلي چې له زلزلې د ړنګ شوو کورونو لپاره به دوه دوه لاکه او د کورونو سرسري زیان لپاره به یو یو لاک روپۍ ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG