د لاسرسي ځای

په داسې حال کې چې په پاکستان کې راغلې د اکتوبر د ۲۶ مې زلزلې د خيبرپښتونخوا په يو شمېر سيمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي، په هغه صوبه کې له نويو جوړو شوي ځايي حکومتونو تمه کېدای شي چې په مرستندويه هلو ځلو کې زياته ونډه ولري.

په داسې حال کې چې په پاکستان کې راغلې د اکتوبر د ۲۶ مې زلزلې د خيبرپښتونخوا په يو شمېر سيمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړولي، په هغه صوبه کې له نويو جوړو شوي ځايي حکومتونو تمه کېدای شي چې په مرستندويه هلو ځلو کې زياته ونډه ولري.

د صوبې د چترال ضلع، چې يو څه زياته ځپل شوې، ناظم يې، مغفرت شاه وايي، قدرتي ناورينونه خو په هر ځای کې او هر وخت راتلای شي، خو که ځايي ادارو ته د حکومت ملاتړ تر لاسه وي، نو هغوی کولای شي چې په سخت وخت کې د خلکو مرستو ته حاضرې شي.

(( خبره د وړتيا نه ده، بلکې اصل موضوع دا ده چې هغه سيمه چې قدرتي افت پرې راغلی وي، يو ځايي اوسيدونکی يې خلکو ته په ښه توګه رسېدلای او مرسته ورسره کولای شي. خو شرط دا دی چې حکومتي ملاتړ ورته تر لاسه وي. دا سیلابونه او زلزلې راتلل زموږ لپاره نوې خبره نه ده. مهم څيز هغه شعور دی چې د قدرتي ناورينونو په اړه يې بايد ځايي خلک ولري.

تر اوسه پورې د صوبايي حکومت لخوا موږ ته کومې مرستې نه دي رارسيدلي. د علاقې د خلکو هم موږ ته سترګې دي، زما کور او حجرې ته راځي، پر موږ باور لري چې مرستې به ورسره وکړو، او حکومت هم بايد دا خبره درک او ژر تر ژره ځايي حکومتونه بااختياره کړي.))

د چترال ضلعي ناظم مغفرت شاه زياته کړه چې دوی تمه لري چې د پاکستان وزيراعظم او همداراز د خيبر پښتونخوا اعلی وزير به د چترال دورې وکړي او دا چې دوی به ځانګړې غوښتنې ترېنه وکړي.

(( له وزير اعظم څخه زموږ مطالبې دا دي چې موږ ته دې پيسې بېلې کړي او هم دې غټه مشينري راته راکړي، چې د دغسې يو افت په صورت کې فوري اقدام وکړای شو او د حکومتي ادارو له متازۍ بچ شو.

زموږ سيمه خو په ريډ زون کې راځي، مانا دلته د قدرتي ناورينونو د راتګ زيات امکان موجود دی. نو که د يو ناورين په صورت کې، چې موسم خراب او لارې بندې وي، موږ نه شو کولی چې د اين ډي ايم ای او يا هم ايف ډي ايم ای مرستو ته سترګې په لار پاتې شو. د هغې پر ځای موږ بايد په خپلو پښو ودريږو، په دې کې د ولس او حکومت، دواړو خير دی.))

د خيبر پښتونخوا د سوات ضلعې يو جنرل کونسلر شهريار باچا هم دوی ته د اختياراتو نه ملاوېدو خبره کوي او له حکومته غواړي چې له قدرتي ناورينونو سره د مبارزې ځانګړي دفترونه دې د ضلعو په کچه هم جوړ کړي.

(( که سيلاب او يا هم زلزله راځي، نو بايد پر ضد يې د کار کولو يو ميکانېزم موجود وي. دا نه ده چې ګنې وسايل نشته، بلکې اصلي ستونزه د ادارو تر مينځ د همغږۍ نه شتون جوړه کړې ده. موږ خو، هغه چې مو په وس کې دي، کوو يې. خو دومره شخصي وسايل هم نه لرو چې که د يو چا کور نړېدلی وی، يا يې دوکان ته نقصان رسېدلی وي او يا يې هم کاروبار خراب شوی وي، چې مرسته ورسره وکړو. حکومت ته په کار دي چې د ضلعې په سطح له قدرتي افتونو سره د مبارزې يوه څانګه پرانيزي او يو کواارډينيټر مقرر کړي چې د مرستندويه هلو ځلو څارنه وکړي.))

هڅه مو وکړه چې د خيبرپښتوخوا په يوه بله ضلع شانګله کې، چې هغلته هم په زلزله کې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوختو رپورټونه راغلي دي، د ځايي حکومتونو له غړيو سره خبرې وکړو، خو د بيا بيا ټيليفوني رابطو کولو باوجود بريالي نه شو.

د مقامي حکومتونو منتخب غړي وړانديز کوي چې په زلزله ځپليو سيمو کې خلکو ته د مرستو رسولو په کار کې بايد له دوی سره سلا مشورې وشي، تر څو په خبره يې، دغه مرستې په سمه توګه او حقدارو خلکو ته ورسي.

XS
SM
MD
LG