د لاسرسي ځای

د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه راغلې زلزلې که يو خوا د عامو خلکو کورونه ړنګ کړي او زيان یې ورته رسولی نو بل اړخ ته یې په خېبرپښتونخوا کې د ۸۰۰ زیاتې تعليمي ادارې هم زيانمنې کړې دي چې پکې شاو خوا ۱۰۰ سکولونه په مکمله توګه تباه شوي دي، دې سره سره د سوات پوهنتون پشمول يو شمېر داسې تعليمي ودانۍ هم شته چې په دېوالونو کې درزونه راغلي او خطرناک ګرځول شوي دي.

د پېښور پوهنتون پخواني وائس چانسلر او د تعليمي چارو کارپوه پروفيسر قبله آياز مشال راډيو ته وويل چې د خېبرپښتونخوا په قبایلي سيمو کې په خصوسي توګه ډېر سکولونه متاثر شوي، بايد وفاقي او صوبایي حکومت په فوري توګه د دې د بيا ودانۍ او رغونې لپاره فنډونه ورکړي

پروفېسر قبله آياز وایي چې بايد په فوري توګه تعليمي ايمرجنسي نافذ کړې شي چې داسې د سکولونو بيا وداني وکړې شي

د تعليم د ودې لپاره کارکوونکي يو ځوان شفيق ګيګياڼي مشال راډيو وویل چې د تعليمي ادارو پشمول ټولې سرکاري ودانيو لپاره لویې فنډونه ورکول کېږي خو بيا هم چې قدرتي آفت راشي نو زيات متاثره هم تعليمي ادارې وي

د شفيق ګيګياني په وېنا چې په دوه زره پينځم کې هم سرکاري ودانۍ د زلزلې نه زياتې متاثره شوې وې چې ترې دا خبره په ډاګه کېږي چې زموږ د سرکار له خوا جوړې کړې شوې ودانۍ د زلزلې د زغملو توان نه لري

په دې اړه د خېبرپښتونخوا د تعليم وزير عاطف خان مشال راډيو ته وويل چې تر دې دمه د سکولونو د زيان معلومات د تعليم محکمې راغونډ کړي نو د هغې په بنياد به اوس د زيان اندازه لګوي چې څنګه دغه ودانۍ روغېدے شي.

په مکمله توګه ړنګ شوي سکولونو په اړه صوبايي وزير وويل چې زده کوونکو ته به يا خو د کرایۍ ودانۍ نيول شي او يا به په خيمو کې د دوی تعليمي سلسله روانه ساتل کېږي

د ياد وړ ده چې د دوه زره پينځم په خونړۍ زلزله کې هم درې زره شپږ سوه او يو کم اويا سکولونه ړنګ شوي وو چې پکې تر دې دمه يواځې شپاړس سوه او پينځه تعليمي ادارې بيا جوړې کړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG