د لاسرسي ځای

ننګرهار: د داعش پرضد پراخه پوځي عمليات پيل شوي


د ننګرهار داچین ولسوال حاجي غالب مجاهد مشال راډيو ته ویلي،چې افغان ګډو ځواکونو د تيرې ورځې راهیسې په اچین ولسوالۍ د دولت وسله والو مخالفينو پر ضد عمليات پيل کړي چې تر دې دمه درې تنه داعشيان يې ژوندي نیولي دي.

نوموړی وايي په نيول شویو کې دوه تنه پاکستانيان دي او یو افغان دی.

په ورته وخت کې ولسوال غالب وايي تېر ماښام بې پيلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ د سیاچو په سیمه کې د طالبانو پر یوه سراچه موټر هوايي بمبار هم شوی چې له امله يې پینځه تنه وژل شوي.

د ولسوال په خبره په وژل شويو کې څلور پاکستانیان او یو افغان چې د حمزه په نوم د طالبانو مشهور قومندان و شامل دي.

د دولت وسله والو مخالفينو د یادو پيښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG