د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر منځنۍ اسیا ته سفر کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په لومړي ځل د منځنۍ اسیا د هیوادونو سفر کوي.

جان کېري به دا سفر په راتلونکو څو ورځو کې پیل کړي او هلته به له خپلو سیالانو سره پر دوه اړخیو او ګڼ اړخیو چارو خبرې اترې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سېشنبې په ورځ وویل چې نوموړی به دا سفر په ویانا کې د شام په اړه له غونډې وروسته پیل کړي.

د جان کېري دا سفر به د نومبر تر دریمې نېټې دوام ولري کوم چې د منځنۍ اسیا پنځو هیوادونو ته پر یوه وخت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په تاریخ کې لومړی سفر دی.

جان کېري به د ازبکستان په سمرکند کې د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډه غونډه کې ګډون وکړي.

د دې غونډې هدف د امریکا او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ د خبرو اترو یو نوې لاره ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG