د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د زلزلې له امله د وژل شوو شمېر ۲۵۵ ته ورسېد


په پاکستان کې د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پنځه پنځوس ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې د راغلې زلزلې له امله د مړو شمېر لږ تر لږه دوه سوه پنځه پنځوس ته رسېدلی دی.

دا خبره د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ادارې ویاند احمد کمال نن( چارشنبه) مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل، د وژل شوو تر څنګ ۱۶۰۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

احمد کمال وویل چې په پاکستان کې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د خیبر بښتونخوا په سوات او چترال کې رامنځ ته شوي دي.

بل پلو د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه د ۲۰۸ کسانو مړینه تاید شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې په غرنیو سیمو کې د سړکونو او پلونو د له منځه تلو له کبله د لټون او مرستو لړۍ له خنډ سره مخامخ ده.

د چترال یو ځايي چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دوی په سیمه کې شاوخوا اتیا زره کسان د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري.

په دې اړه د رابعه اکرم رپوټ دلته واورئ

په پاکستان کې د زلزلې له امله د وژل شوو شمېر ۲۵۵ ته ورسېد
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG