د لاسرسي ځای

تر ناورینونو وروسته په مرستندویه کارونو کې د ځنډ څه لاملونه وي؟


د روانې میاشتې پر ۲۶مه په پاکستان او افغانستان کې په راغلې زلزله کې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه ژوبل دي.

د روانې میاشتې پر ۲۶مه په پاکستان او افغانستان کې په راغلې زلزله کې په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه ژوبل دي.

تازه زلزلې په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا ملاکنډ، چترال او په قبایلي سیمو کې باجوړ او مومند او په افغانستان کې یې د بدخشان، تخار، کندوز، نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ځپلي دي. بلې خوا ته د اسلام اباد و کابل حکومتونه هڅه کوي چې ځپل شویو سیمو ته مرستې ورسوي او هلته د بیا بحالۍ کارونه وکړي.

پوښتنه دا ده چې کله داسې ناورین پېښ شي نو په مرستندویه او د بحالۍ په کارونو کې تر ټولو لوی مشکلات څه وي؟ تازه زلزلې ته په کتو، په اسلام اباد کې د مرستندویه ادارو پخوانی کارکوونکی ارشد محمود وايي، اکثر چې کله داسې ناورین پېښ شي نو د پاکستان حکومت له ناحکومتي او مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوي، خو دا ځل یې داسې هېڅ اپیل نه دی کړی نو ځکه هم ډېرې مرستندویه ادارې ځپل شویو سیمو ته نه دي رسېدلي.

ارشد محمود زیاتوي چې په مرستندویه کارونو کې د خنډ او ځنډ بل مهم لامل دا دی چې ضلعي انتظامیې او یونین کونسلې اکثر تیارې نه وي:

((موږ چې کله مسله راشي نو بیا هغه وخت کې ورسره لګیا یو خو دا سوچ نه کوو چې له هغې څه زده کړو او د داسې قدرتي افاتو لپاره په مستقبل کې تیار یو. دا څه وړومبی ځل نه دی، موږ ټولو ته پته ده چې له ننه ۱۰ کاله مخکې، د همدې اکتوبر په میاشت کې یو خوفناکه زلزله راغلې وه چې پکې له ۷۵ زره څخه زیات کسان وفات شوي ول، سېلاوونه راغلي، نور قدرتي افات راغلي په موږ باندې، خو تیاری په هغه حساب سره نه وي. په خاصه توګه د ضلعو او یونین کونسلو په سطح.))

په کابل کې د والسټریټ ژورنال خبریال حبیب خان توتاخېل چې اکثر ناورین او جګړه ځپلو سیمو ته د خبریالۍ لپاره ځي وايي، په افغانستان کې د طبیعي ناورینونو په صورت کې په مرستندویه کارونو کې د خنډ و ځنډ درې مهم لاملونه وي چې په سر کې یې ناامني ده:

((یو امنیتي ستونزې چې هلته د مخالفینو، وسله والو او د غلو له لاسه نشو تللای. او بله مسله د [رسیدګۍ] ده چې ډېرې لرې پرتې سیمې زیانمنې شوې وي او حکومت ورته [رسیدګي] نه لري او بل د حکومت بیوروکراسي. نو همدا درې مسلې دي. نن هم زه له والیانو سره وغږېدم، ډېرو سیمو ته تر اوسه پورې مرستې نه دي رسېدلې او له مرکزي حکومته هېڅ نه دي ورغلي.))

په پاکستان او افغانستان کې پوهان وايي، اکثر په ناورین ځپلو سیمو کې په روغتونونو کې د درملو او روغتیايي کارکوونکو کموالی هم د دې لامل شي چې ژوبلو شویو یا ناروغه کسانو ته د درملنې اسانتیاوې نه برابرېږي او بیا پر لویو روغتونونو بار یا بوج زیات شي چې بحران نور ژوروي.

دوی په دې لړ کې د سوات، پېښور، کابل او جلال اباد د روغتونونو په مثال ورکولو زیاتوي چې که په سیمه ییزو روغتونونو کې د بیړنیو حالاتو انتظام لپاره سامان او کارکوونکي موجود وي نو د ډېرو ځپل شویو یا ژوبلو کسانو ژوند ژغورل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG