د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست بزګران د غنمو د کر لپاره تخمونه او سرې غواړي


تېر کال داسې مهال د خوست د کرنې ریاست له خوا د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش پیل شو، چې د کر وخت تېر شوی وو، خو سږ کال بیا اصلاً د کرنې ریاست بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پروګرام نه لري.

تېر کال داسې مهال د خوست د کرنې ریاست له خوا د غنمو د اصلاح شوي تخم وېش پیل شو، چې د کر وخت تېر شوی وو، خو سږ کال بیا اصلاً د کرنې ریاست بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش پروګرام نه لري.

د خوست د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې په دې کال کې د کرنې وزارت ته د تخمونو او کیمیاوي سرو د اخیستلو او پر بزګرانو د وېشلو له بودجه نه ده ورکړل شوې، نو له همدې کبله دوی په دې برخه کې د بزګرانو سره لاس په لاس مرسته نه شي کولای.

نن د سېشنبې پر ورځ د خوست د کرنې رئیس نیازمحمد لعلي مشال راډيو ته وویل، چې ده د خوستیو بزګرانو د کیمیاوي سرو او د غنمو د اصلاح شوي تخمونو د غوښتنې مسله شخصاً د افغانستان د کرنې وزیر سره شریکه کړې، خو هغوی د فنډ د نه شتون له کبله معذرت غوښتی دی:

((له بده مرغه داسې باید ووایم چې ما سږ کال دوه ځلې د جناب وزیر صیب سره ملاقات کړی ده، ولې وزارت زراعت سږ کال د تخمونو او سرو د اخیستلو له پاره هېڅ نوعه بودجه نه لري.))

په خوست کې چې دا شپې ورځې د غنمو د کر دي، وروستیو پرله پسې بارانونو ډیری ځمکې په ځانګړي ډول للمې چې په باران اوبیږي، کر ته اماده کړي او د یوې اونۍ په موده کې به په کې د غنمو کرنه پیل شي.

د خوست د کرنې رئیس وروستي بارانونه، چې په مناسب وخت او موسم کې وشول، د بزګرانو په ګټه وبلل.

د دې ترڅنګ د خوست یو شمېر بزګران وايي، که چیرې د غنمو اصلاح شوی تخم او سره نه وي، نو یوازې د غنمو کر څه ګټه نه لري.

دوی وايي، له یوې خوا په ښار کې د غنمو صفا او تجربه شوی تخم نه پیدا کیږي او بل لوري ته د سرې بیه دومره ډېره ده، چې لږ خلک يې اخیستلای شي.

((نوم مې حضرت ولي خان دی، ځمکې پڼه یا اوبه شوې، موږ تخمونو او سرو ته ضرورت لرو، موسسو به مخکې یو ډول د سپینو او سرو غنمو تخم وېشه، چې زموږ په وطن کې یې نتیجه ښه وه، که سره ور وکرو، نو ښه نتیجه او ښه ابره ورکوي، که نه يې وکرو، هېڅ فصل نه کوي.))

نیاز محمد لعلی ځدراڼ وايي، چې تېر کال ۱۵۰ ټنه د غنمو تخم د دوی ادارې ته په واک کې ورکړل شوی وو، چې د یوولسو اداري واحدونو او ولسوالیو بزګرانو ته په کې خپله ونډه ورکړل شوې وه، له هغې څخه دوی سره اوس یوازې اوه سوه بوجۍ تخم پاتې دی، چې د شمل دوه منده، باک، تڼیو او تریزیو د پاتو ولسوالیو په یو شمېر بزګرانو به هم وویشل شي.

د یادونې وړ ده خوست که څه هم د ښه او مساعد اقلیم او اب و هوا له کبله دوه فصلیزې ځمکې لري، خو کتونکي وايي، چې په یاد ولایت کې تر اوسه د د ولت له خوا د کرنې او مالدارۍ پراختیا ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG