د لاسرسي ځای

په افغانستان کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۷۶ ته رسېدلی دی


کابل: په افغانستان کې د قدرتي پيښو په وړاندي وزارت وايي چې په دې هېواد کې د تیري ورځي په زلزله کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۶۸ تنه ټپیان شوي دي.

کابل: په افغانستان کې د قدرتي پيښو په وړاندي وزارت وايي چې په دې هېواد کې د تیري ورځي په زلزله کې ۷۶ تنه وژل شوي او ۲۶۸ تنه ټپیان شوي دي.

د دې وزارت وزیر ویس برمک د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې په پرونۍ زلزله کې څه باندي دری زره کورونههم ویجاړ شوي دي.

نوموړي وویل ،پرونۍ زلزله چې مرکز یې په بدخشان ولایت کې وو ، د دې ولایت تر څنګ تخار ، کندز ، ننګرهار ، لغمان ، نورستان او کونړ ولایتونو سخت ځپلي دي.

په کابل کې د امریکا سفیر په افغانستان او سیمه کې د زلزلې د ځاني او مالي زیان په اړه د افسوس څرګندونه کړې ده.

یاد سفارت ویلي چې هېواد به یې د ازمیښت په دې وخت کې د افغانستان له دې ځپل شویو خلکو سره هر ډول ممکنې مرستې کوي.

د ملګرو ملتو مشر بان کې مون هم په افغانستان او پاکستان کې په پرونۍ زلزله کې د شوي ځاني او مالي تاوان په اړه خپګان ښودلی دی.

بان کي مون ویلي چې د یادو هېوادونو په غوښتنه هر ډول مرستو ته تیار دی.

XS
SM
MD
LG