د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې په پرونۍ زلزله کې د مړوشمېر ۲۲۸ ته رسېدلی


اسلام اباد: په پاکستان کې د قدرتي افتونو د انتظام ملکي اداره – نشنل ډزاسټر منېجمنټ – وايي چې د دوشنبې په ورځ راغلې زلزله کې تر ۱۴ زره زیات کسان ټپي شوي هم دي.

اسلام اباد: په پاکستان کې د قدرتي افتونو د انتظام ملکي اداره – نشنل ډزاسټر منېجمنټ – وايي چې د دوشنبې په ورځ راغلې زلزله کې تر ۱۴ زره زیات کسان ټپي شوي هم دي.

د دې ادارې ویاندویاند احمد کمال د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې دې زلزلې تر ټولو ډېر زیان خېبر پښتونخوا ته رسولی دی.

د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو د انتظام اداره بیا وايي چې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۷۴ کسانو د مړینې پخلی شوی دی.

د دې ادارې یو چارواکي مروان خان مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه د تر لاسه شوو مالوماتو له مخې زلزلې په خیبر پښتونخوا کې ۱۴۵۶ کسان ټپي کړي دي.

د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ملکي ادارې پر ویب پاڼه ورکړل شوي مالومات ښي چې په قبایلي سیمو کې ۵۹ کسان مړه شوي او لږ تر لږه دېرش ژوبل شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د دوشنبې دې زورورې زلزلې له سند او بلوچستانه پرته نور د ملک په ټولو برخو کې څه نه څه ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام ملکي ادارې چارواکي وايي چې د پوځ او مرستندویه ادارو په ملاتړ یې په اغېزمنو شویو سیمو کې کار پیل کړی دی.

د زلزلې د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو تر څنګ په افغانستان کې هم د پام وړ ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

په پاکستان کې په پرونۍ زلزله کې د مړوشمېر ۲۲۸ ته رسېدلی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG