د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان او افغانستان کې د زلزلې شېبه په شېبه راپور

زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله ور په برخه کړې ده

د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل وايي، په هغه ولایت کې زلزلې ۶۲ کسان وژلي او څه باندې ۷۰ یې ټپي کړي دي.

هلته په افغانستان کې د طبیعي پېښو انتظام وزارت وايي، په هغه هېواد کې په پرونۍ زلزله کې شاوخوا ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۶۸ ټپیان دي.

د زلزلې مرکز د بدخشان له فیض اباده شاوخوا ۷۶ کیلیومیټره جنوب لوري ته وو او هلته لا چارواکي نه دي رسېدلي نو هلته د تاوان سم اټکل نشي کولای خو د طبیعي پېښو پر وړاندې د غبرګون وزیر ویس برمک مشال راډیو ته وویل: ((پرونۍ زلزلې بدخشان، تخار، کندوز، ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولایتونه زښت ځپلي دي.))

په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي یا قدرتي افتونو انتظام اداره وايي، یوازې په هغې صوبه کې لږ تر لږه ۱۸۴ کسان وژل شوي دي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG