د لاسرسي ځای

تازه خبر

تازه خبر: په افغانستان او پاکستان کې زوروره زلزله راغلې


تر زلزلې وروسته خلک له کورونو ووتل
تر زلزلې وروسته خلک له کورونو ووتل

پراګ - د امریکا ځمکپوهنې اداره وايي، د زلزلې مرکز په هندوکش غره کې وو او پر رېښتر درجه یې زور ۷.۷ وو. د پاکستان موسمیاتو اداره وايي، د زلزلې زور ۸،۱ وو.

په باجوړ کې د خار هیډکوارټر روغتون ته ۴ مړي او له ۱۰ څخه زیات ژوبل شوي کسان وروړل شوي دي.

په روغتون کې بیړنی حالت لګول شوی دی.

په کورمه کې هم زوروره زلزله راغلې خو څه تاوان یې نه دی رسولی.

په پېښور کې د مشال راډیو خبریال وايي، بېلا بېلو روغتونونو ته شاوخوا ۵۰ ژوبل شوي کسان وروړل شوي دي.

د خیبر په جمرود کې یوه ښځه په زلزله کې وژل شوې ده.

په بنو او کواټ کې هم د زلزلې زور زیات وو خو څه تاوان نه دی شوی.

په سوات کې هم زلزلې د ځېنو کورونو دېوالونه نړېدلي دي.

د مشال راډيو خبریال وايي، د سوات مرکزي روغتون ته اته مړي وروړل شوي دي. د فضاګټ په سیمه کې کمر ښوېیدلی چې له کبله سړک بند دی. په روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی دی. د سلګونه خلکو ژوبلېدو خبرونه راروان دي.

په کابل، ننګرهار او خوست کې هم زوروره زلزله راغلې خو لا پکې د څه ځاني زیان رپورټ نشته، البته په ننګرهار کې په ځېنو ځایونو کې د کورونو او ودانیو دېوالونه نړېدلي دي.

نور مالومات چې تر لاسه کړو نور مالومات به هم درکړو.

XS
SM
MD
LG