د لاسرسي ځای

مسلمیار : پاکستان د افغان ملت په وژلو کې مستقیمآ لاس لري


فضل هادي مسلمیار

فضل هادي مسلمیار

د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنې ورځې عمومې غونډه تر ډيره د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړې وه.

اکثرو سناتورانو پدې اړه جدي څرګندونې وکړې او د نواز شریف وروستۍ څرګندونې یې وغندلې.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وویل ، امریکا ته د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف له سفر نه چې کومې غوښتنې افغانانو درلودې هغه ډول لاسته راوړنې نه درلودې او دا هرڅه د پاکستان په ګټه تمام شول.

« د افغانستان د خلکو د وژلو لپاره پیسې هم پاکستانیانو ته منظور شوې، د پاکستان د وزیراعظم وینا چې په هغه تحقیقاتي انیسټیټوټ کې کوله واقعآ د غندلو ده، هیڅ کله د افغانستان ملت دا ندي غوښتي چې ته طالبان و وژنه او نه دوې طالبان وژلي دي بلکې طالبان تمویلوي، او د طالبانو مرکزونه پدې دیارلسو کلونو کې ددوې په لاس کې دی او د افغانستان ملت پرې وژني. »

ښاغلي مسلمیار همدارنګه وویل چې پاکستان د افغان ملت په وژلو کې مستقیمآ لاس لري.

د مشرانو جرګې رییس وایې د نواز شریف د څرګندونو په اړه چې ویلې یې دي نه شي کولای په یوه وخت طالبان هم ووژني او هم یې د سولې خبرو ته کینوي، د پاکستان حکومت کوم ثبوت نه لري.

مسلمیار وایي، پاکستان نه طالبان وژني او نه یې د سولې خبرو ته کینوي ،بلکې برعکس تمویلوي یې او ملاتړ یې کوي.

نواز شریف له طالبانو سره د سولې او جنګ په اړه دا خبرې په دې وروستیو کې په واشنګتن کې د سولې په انسټیټیوټ کې د وینا پر مهال وکړې.

په ورته وخت کې د چارو کارپوه حاجي سید داوود وویل چې د نواز شریف له څرګندونو دا ښکاري چې پاکستان غواړي د سولې او جګړې مدریت په خپل لاس کې ولري.

« پاکستان غواړي چې د سولې مدیریت او ابتکار د دوې په لاس کې وي، که دلته جګړه هم کیږي پاکستان باید لومړۍ خبره وکړي او که دلته سوله هم راځې دلته باید پاکستان اوله خبره وکړي او دا ډول خبرې د افغانستان خلکو ته د منلو وړ ندي.»

نوموړي وویل د سولې په برخه کې پاکستانیان په خپلو کړو ژمنو ونه دریدل او اوس په نړیواله کچه د ملامتیا ګوته پاکستان ته متوجه ده.

سیاسي کتونکي وایې افغان حکومت باید د سولې د راوستو لپاره له دې وروسته د پاکستان په اړه خپل دریځ بدل کړي اود نړیوالې ټولنې په ملاتړ د سولې راوستو لپاره هلې ځلې وکړي.

پاکستاني چارواکو دم ګړۍ ته د افغان سناتورانو د تازه څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG