د لاسرسي ځای

“د شام د کړکېچ د حل لپاره باید یوه بله غوڼد جوړه شي”


د امریکا د بهرنيو چارو وزیر جان کري وويل،هيله لري چې د شام د کړکېچ د حل لپاره به يوه بله غونډه د اکتوبر پر دېرشمه جوړه کړي.

ده دا څرګندونې له خپلو روسي، ترکي او سعودي سيالانو سره په ویانا کې تر خبرو وروسته وکړې.

جان کري خبريالانو ته وويل: « زه غواړم ټينګار وکړم چې امریکا غواړي د داعش پر وړاندي د هر ډول مخالفت هرکلی وکړي. که روسي غواړي په دې جګړه کې برخه واخلي، موږ يې د مثبت رول هر کلی کوو. خو د منځلارو له ویشتلو سره داعش ته هېڅ ډول تاوان نه رسیږي. له دې سره د شام ولسمشر ته اسانيږي چې د شام پر ولس خپل ظلم ته دوام ورکړي»

بل لور ته د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، ولسمشر بشار الاسد باید د هېڅ بهرني فشار له کبله له خپلې دندې لرې نه شي.

XS
SM
MD
LG