افغان چارواکي وايي د افغانستان په جوزجان کې د خم آب ولسوالۍ له نيولو وروسته به په هغو سرحدي سیمو کې نظامي عملیات دوام وکړي چې په کې د ترهګرو مرکزونه دي.
د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سلاکار سلطان فيضي د جمعې پر ورځ مشال راډيو ته وویل: «اوسمهال د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه د افغان امنيتي ځواکونو په کنترول کې دی.»
د ده په خبره د خم آب ولسوالۍ په شاوخوا کليو کې چې له ګواښ سره مخامخ دي هم عمليات دوام لري.
ویل کېږي شاوخوا اتيا تنه دولت مخالفه سختدريځي د امو سيند په منځ کې پرتو سرحدي سيمو کې په ځنګلونو کې پټ دي.
بلخوا هم د هلمند په ولايت کې د هغو سیمو د بیرته نیولو په نیت عمليات روان دي چې د دولت د مخالفانو لاسو ته تیره اونۍ لويدلې وې.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک مشال راډيو ته وويل چې افغان ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ او باباجي سيمه کې له وسله والو ځنې سيمې بېرته نيولې دي.
د هلمند د والي وياند وويل چې تر اوسه هغه سيمې چې ترې د دولت مخالفانو کولای شو د ښار مرکز تهديد کړي، د افغان امنيتي ځواکونو له خوا بيرته نیول شوي او د خلکو اندېښنې کمې شوي دي. تر اوسه افغان امنيتي ځواکونو او مخالفانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه دقيق معلومات نه دي تر لاسه شو