د لاسرسي ځای

تازه خبر

صوابۍ کې دوه پولیس سرتېري ووژل شول


د صوابۍ پوليس مشر وياند وايي چې نن ماسپښين دوه نيمې بجې شاوخوا د صوابۍ بازار په امن چوک کې د دوه نامالومه موټر سايکل سورو وسله والو په ډزو د ټرېفک پوليس دوه سرتېري راشد او ګوهروژل شوي دي.

له مشال راډيو سره وياند لياقت وویل، چې د صوابۍ په تاڼه کې د نامالومه بريدکونکو پر ضد ايف ای ار لیکل شوی دی او پوليس په شاو خوا سيمه کې د پېښې ککړو کسانو د ګرفتارۍ لپاره لټون هم پيل کړی دی.

ياده دې وي چې د تېرې چارشنبې »شورو« په ورځ د صوابۍ پوليسو د مينې کلي په اجمير غره کې د عملياتو دوران دڅلور وسله والو د وژلو ادعا کړې وه او ويلي یې ول چې نور ۱۲ وسله وال په تېښته بريالي شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG