د لاسرسي ځای

د جمعې پر ورځ د خوست شاعرانو، د ادب او فرهنګ مینه والو د یوې ادبي دستورې له لارې د پښتو ژبې د درویشتو شعري ټولګو ویناوال، مشر شاعر وزیر محمد روغ لیونی ولمانځه او د ده د ادبي هڅو او کوښښونو ستاینه يې وکړه.

د جمعې پر ورځ د خوست شاعرانو، د ادب او فرهنګ مینه والو د یوې ادبي دستورې له لارې د پښتو ژبې د درویشتو شعري ټولګو ویناوال، مشر شاعر وزیر محمد روغ لیونی ولمانځه او د ده د ادبي هڅو او کوښښونو ستاینه يې وکړه.

۶۹ کلن روغ لیونی چې ځني فرهنګیان يې د خوست ملنګ جان بولي، ساده او د ولس په ژبه شاعري کوي او د ژوندانه هر بهیر، همدرانګه ډیریو ملي او نړیوالو مناسبتونو ته پریمان شعرونه لري.

د روغ لیوني شعرونه هر لوستی کس په اسانۍ ویلی شي، د ده ډیری شعرونه په محلي رسنیو، غونډو او جشنونو کې ویل کیږي او ځنو هنرمندانو يې شعرونه سندروته اړولي، چې مینه وال يې د موسیقۍ سره اوري او خوند ځني اخلي.

خوست ادبي بهیر او د خوست لنکن ښوونیز مرکز په ګډه د ولسي شاعر وزیرمحمد روغ لیوني د ادبي هڅو د قدردانۍ په موخه ستاینغونډه جوړه کړې وه او په دې ادبي محفل کې د خوست ګڼو شاعرانو او د شاعر یو شمېر مینه والو برخه درلوده.

روغ لیوني مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ۲۳ شعري ټولګو ویل او خپرول ستونزمن کار وو، خو ده سره د ډېرو بوختیاوو د دې کار له پاره له لږ وخت څخه ډېره ګټه پورته کړې ده:

((دا درویشت شعرې ټولګې مې په ډېرو سختو شرایطو کې جوړې کړې دي، زه له یوې خوا د کورنیو چارو وزارت کې منصبدار وم او کله چې تقاعد شوم نو د الکوزي نړیوال شرکت سره مې دنده واخیسته، هلته مو هم شپه او ورځ کار کاوه، خو له دې کم وخت څخه مې هم ډېره استفاده کړې ده.))

روغ لیوني په دې اړه چې څنګه دومره پریمانه شعرونو له پاره سوژې او فکر پیدا کولای شي وايي:

((څوک چې ماته یوه نوې خبره وکړي یا یوه ښکلې جمله ووايي، یا داسې کیسه چې ما اوریدلي نه وي، یا يې په یو کتاب کې ولولم یا يې د کوم کس نه واورم، هغه پر ما تاثیر کوي او شعر ورڅخه جوړوی شم.))

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد نورالله ښاد لیونخېل وايي، چې روغ لیونی د رحمن بابا له شاعری متاثره دی او د هغه د شعر رمز يې موندلی، نو د هغه په شان يې ساده او د ولس په ژبه شاعري کړې ده، نوموړی يې بېلګه وړاندې کوي:

((جومات ملګرو په ملا ښکلی وي

ژوندون د خلکو په سبا ښکلی وي

دا په پښتو کې یو متل تېر شوی

وايي چې مړی په ژړا ښکلی وي

د چا ښایست وي قدرتي په نصیب

څوک په وعده څوک په وفا ښکلی وي.

که دې غزل ته وګورو په ساده بیتونو کې د ولس خبرې دي، نو خود به شاعر ۲۳ ټولګې چاپوي، خود به وولس په راډیو کې د ده شعر وايي او خود به ده ته د وولس شاعر ویل کیږي.))

شاعر او کره کتونکي سیف مومند په خپلو خبرو کې د روغ لیوني هېوادنۍ او ولس سره همیشنۍ مینه وستایله او ويې ویل، چې روغ لیونی که د نړۍ کومې برخې ته تللی، خپل کور، کلی، هېواد، جمه او حجره يې نه ده هیره کړې او تل د خپل هېواد نادودو او بدمرغیو ته کړیدلی دی:

((پښتون لیونی په دې هم ځوریږي، چې زما د جرګو وطن ولې د جګړو په مرکز باندې بدل شو؟ لیوني خپل نیم عمر په دې کې تېر کړو، چې زما د ګلونو ګلدرې ولې د ویر په کنډوالو بدلې شوې دي، ولې د ښاپیریو د سندرو په جزیره د ویرونو او سانګو تور خولیو دیوانو چپه وهلې ده.))

په لمانځغونډه کې ځوان فرهنګپال فدا د شاعر روغ لیوني یو شعر د ترنم په انداز وړاندې کړ، چې ګډونوالو ډېر خوښ کړ:

((شاعر روغ لیونیه د وطن احساس نابود شو

پردو نه ګیله نه کړمه خپلوان مې ژوړوي

محتاجې کونډې رنډې، یتمان مې ژړوي.))

د یادونې وړ ده شاعر وزیرمحمد روغ لیونی د خوست ولایت د لکڼو د سیمې د بابرو د کلي اوسیدونکی دی، چې د افغانستان په هوايي ځواکونو کې د جنګي الوتکو تخنیکر او د کورنیو چارو وزارت په مربوطاتو کې د افسر په توګه يې دندې اجراء کړي دي.

د وطن مینه، اورونه او ګلونه، نیمګړې هیلې، د ویاړ شملې، زوړ لستوڼی، ماته بیړۍ، سپیڅلې ولولې، ستړی ژوند، مات قلم، د ژوند خوندونه او غمونه، ولسي بهیر او نور د الحاج وزیر محمد روغ لیوني د شعري کلامونو ټولګې دي، چې په وروستیو څلورو لسیزو کې چاپ او خپرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG