د لاسرسي ځای

“د صوبې احتساب کمېشن په حکومتي چاروکی مداخله نه کوي”


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، د صوبې احتساب کمېشن په بشپړه توګه ازاده دی او هېڅ حکومتي چارواکی یې په کار کې مداخله نه کوي.

نوموړي تېر مازیګر په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د عوامي نیشنل ګوند هغه تور رد کړ چې ګواکې تحریک انصاف ګوند احتساب کمېشن د سیاسي بدل یا غچ اخیستو لپاره کاروي: کټ

څو ورځې مخکې احتساب کمېشن د عوامي نیشنل ګوند پر سېنېټرې ستارې ایاز تور پورې کړ چې د خیبر پښتونخوا په تېر حکومت کې یې درغلي کړې وه. خو د پېښور های کورټ احتساب کمېشن ته امر وکړ چې بې له ثبوته دې ستاره ایاز نه نیسي.

XS
SM
MD
LG