د لاسرسي ځای

امریکا له پاکستان سره د ۷۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې


د امریکا لومړۍ مېرمن مېشېل اوباما په پاکستان کې شاوخوا دوه لکه نجونو ته د تعلیم ورکولو لپاره د ۷۰ میلیونه ډالرو مرستو ژمنه کړې.

نوموړي تېره ورځ وویل، دا پیسې به له ۱۲ څخه د زیاتو سکولونو په جوړولو او د سلګونه نورو بیارغونه او پاکستانیو نجونو ته د روزنو او سکالرشپونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې هغوی ((خپل ارمانونه)) پوره کړي او د ډاکترانو، استادانو او کاروباریانو بل نسل اېجاد کړي.

دې وویل، پاکستانۍ ((نجونه د دوی نجونه دي.)) د دې وینا پر مهال د پاکستاني وزیراعظم مېرمن کلثوم نواز او د هغه لور مریم نواز هم موجود ول.

دوی نجونو ته د تعلیم ورکولو لپاره د امریکا لومړۍ مېرمن هڅې ستاینه وکړه. دې وویل، ((تر هغو به په ارام نه کښېني چې هره مور باوري وي چې لور به یې له دې ښه ژوند ولري.))

XS
SM
MD
LG