د لاسرسي ځای

تازه خبر

“عراق به له روسیې د بمباریو غوښتنه ونکړي”

د امریکا یو لوړ پوړي جنرال د سېشنبې پر روځ وویل، عراقي چارواکو ته یې د جدي اندېښنو له څرګندولو وروسته د دغه هېواد له مقاماتو باور ترلاسه کړی چې هغوی به د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد د روسيې نه د هوايي بمبارۍ د کومک غوښتنه نه کوي.

د امریکا د پوځ یو مشر جنرال جوزف ډنفورډ چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه د امریکا د ګډو ځواکونو د مشر له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل عراق ته تللی وايي عراقي چارواکو ته یې خبرداری ورکړی چې د روسي هوايي مداخله به امریکا په فوري توګه دې ته اړباسي چې په شام او عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد له تیر څه باندې یو کال راهیسې پيل کړي هوايي عملیات پای ته ورسوي.

د عراق وزیراعظم چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پرضد د پرمختګښکاره کولو لپاره تر فشار لاندې دی د اکتوبر په پیل کې یې ویلي وو چې هغه به د روسي د هوايي بمبارۍ هرکلی وکړي. خو اوس جوزف ډنفورډ وايي وروسته له هغې چې نوموړي په دې اړه د امریکا اندیښنې له عراقي چارواکو سره شریکې کړې نو وزیراعظم عبادي او د دفاع وزیر خالد العبیدي ورته باور ورکړ چې دا مهال دوی روسيې ته د ملاتړ لپاره څه ډول غوښتنه نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG