د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان طالبانو یو بل مشر په تورلیسټ کې شامل شو


امریکا د خزانې وزارت وایي د افغان طالبانو یو بل لوړ پوړی مشر یې په تورلېسټ کې شامل کړی دی.

امریکایي چارواکو دا ځل طارق آغا په نښه کړی او ویلي یې دي چې نوموړی د کویټې د شورا غړی او د طالبانو د عملیاتو لپاره د مالي مرستو د راټولولو مسوول دی.

د ترهګرواو استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزاني وزارت مرستیال سوزبین ویلي چې طارق آغا د طالبانو یو پخوانی غړی دی چې توانیدلی د هغوی د فعالیتونو لپاره میلیونونه ډالره راټول کړي.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي چې طارق آغا په تېرو کلونو کې په خلیج هېوادونو کې څه باندې پنځه میلیونه ډالره د طالبانو لپاره راټول کړي دي.

د خزانې وزارت له دغه نوي بندیز سره سم د طارق آغا ټول هغه ملکیتونه او شتمنۍ چې د امریکا د قلمرو یا د صلاحیتونو په محدوده کې دي، کنګل شوي او له هغه سره د امریکا راکړه ورکړه منع شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG