د لاسرسي ځای

"په افغانستان کې ناامني د افغان ځواکونو د ناکامۍ په مانا نه ده"


افغان ولسمشر وايي په هېواد کې شته ناامنۍ او د بریدونو دوام د افغان ځواکونو د ناکامۍ په مانا نه ده.

محمد اشرف غني بېګا ماښام د امنیتي ځواکونو د محصلینو یوې غونډي ته په وینا کې وویل چې ښایې په راتلونکې کې هم د غورماچ او موسی قلعه په څیر ستونزي وي، خو دی د دې مودې دوام ډېر لنډ بولي.

ولسمشر غني وایي:«موږ به تر یوې مودې چې انشالله ډېره لنډه به وي، ښایې د غورماچ،موسی قلعه او کندز په څیر ستونزو سره مخامخ شو ، خو کله چې د یوه ملت په توګه د خپلو اتلانو قربانیو ته ارزښت ورکړو او په هېواد کې د یووالي فضا رامنځته کړو ، نو ډاډه یم چې بریالیتوب به زموږ په برخه وي.»

ښاغلي غني په تیره بیا په سیاسي برخه کې پر یو والي ټینګار وکړ او هغه یې د بریالیتوبونو مقدمه وبلله.

XS
SM
MD
LG