د لاسرسي ځای

تازه خبر

“فاټا ځوانانو،مېرمنو او اقلیتونو ته دې حقونه ورګړل شي”


په پېښور کې د سېشنبې پر ورځ د مېرمنو ، ځوانانو او اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو لپاره په جوړه شوې یوه غونډه کې د صوبايي حکومته غوښتنه وشوه چې په یاده صوبه او قبایلي سیمو کې دې ځوانانو، مېرمنو او اقلیتونو ته سیاسي، مدني او معاشي حقوق ورکړل شي.

د غونډې یوې ګډونوالې مهرین اپریدي مشال راډیو ته وویل د پاکستان په سینیټ کې مېرمنو ته سیټونه نه ورکول کېږي.

د عیسوی مذهبو اقلیتونو غړي شوکت غلام ایډوکیټ په دې موقع وویل په سرکاري نوکرو کې دوی ته ځانګړي سیټونه ورکړل شوي خو د دوی د پخوانۍ سرشمیرنې مطابق دغه فیصله شوې او د ۱۹۹۸ پس د دوی سرشمیرنه نه ده شوې. خو په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف غړې عایشه نعیم وايي دوی به د ځوانانو ،مېرمنو او اقلیتونو د حقونو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG