د لاسرسي ځای

'نرښځیان نارینه دي، تش د روزګار لپاره یې بڼه اړولې'


مولانا محمد خان شېراني د اسلامي نظریاتي کونسل مشر

مولانا محمد خان شېراني د اسلامي نظریاتي کونسل مشر

د اسلامي نظریاتي کونسل په وینا چې په پاکستان کې د خواجه سراو اکثریت اولاد هم لري خو د روزګار په توګه یې خپله بڼه اړولې ده.

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل وايي چې نر ښځیان یا خواجه سرا ځان له یو صنف نه بلکه دا نارینه دي چې د روزګار لپاره د ښځو سنګار کوي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېراني وویل، چې د خواجه سراو یا نرښځیانو اصطلاح د پخوانيو باچایانو له مریانو پیلېږي، خو د خواجه سرا د ټکي اطلاق په مخنث نه کېږي.

مخنث ځان ته یو صنف دی، چې پیدایشي عیب یا نقص لري.

د نوموړي په وینا د نرښځیانو په اړه د قانونسازي لپاره له اسلامي نظریاتي کونسله پوښتنه شوې وه چې د دوی د یو ځانګړي صنف ګرځولو او د هغوی لپاره د یوېبېلې ادراې جوړلو لپاره دې مشوره ورکړل شي نو اسلامي نظریاتي کونسل دا رایه ورکړه چې خواجه سرا ځانګړی صنف نه دی بلکې هغوی نارینه دي.

ده ویل، اسلامي نظریاتي کونسل سپارښتنه کړې چې د مخنث په توګه د رجسټرېشن او حقونو لپاره په قانونسازې کې دې له احتیاطه کار واخیستل شي او د جنس تعین لپاره دې طبي معاینه وکړل شي او که څوک غلط بیاني کوي چې ورته سزا ورکړل شي.

په خپلو خبرو کې مولانا محمد خان شېراني زیاته کړه چې، «د مخنث یو شکل شته، یانې درېیم صنف د نر او د ښځې پرته دغه یو مخنث وي چې د نارینو او د ښځو علامات پکې وي. نو په مخنث کې که چېرته د نر علامات غالب وي نو نر به شمارېږي او که ښځې وي نو ښځه. او که داسې وي چې یو علامت هم غالب نه وي نو بیا دغه ته خمسا مشکل ویل کېږي»

د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل مشر وايي، چې مخنث ته به په وراثت کې برخه هم ملاوېږي ځکه چې د شق ن پنځه دېرشمه مادهد کورنيو حقونو حفاظت کوي.

« د نر علامات چې په یو چا کې غالب وي نو ورته به د نر حصه ملاوېږي او که د ښځې وي نو ورته به د ښځې ملاوېږي او که یو مخنث مشکل وي او یو خوا ته یې څوک نشي برابرولی نو ورته به د وراثت حصه نیمه د نر او نیمه د ښځې نو دا نیمایي به د ده برخې وي»

الماس بوبي

الماس بوبي

د نرښځیانو تنظیم مشرې الماس بوبي مشال راډیو ته وویل چې خواجه سرا درېیم جنس دی او د سپریم کورټ په حکم د دوی په شناختي کارډونو کې درېیم جنس لیکل شوی دی.

دې وویل، پر ځای د دې چې حوصله یې وشي خو اسلامي نظریاتي کونسل یې مایوسه کوي.

« هغه ته څه ملاو نه شو نو موږ پسې شو، هغه خو وايي، چې یو څه نا څه روان وي. هغوی چې کوم بیان ورکړی دی نو څه به یې کتلی وي چې دا خواجه سرا نه دي بلکې نارینه دي. دا څنګه کیدای شي زه خو یېژوندی مثال یم د خواجه سراو ، نو هغه څنګه وايي چې نارینه دي او یا ښځې. خدای پاک خو فرمایلي دي چې زه یو تن څنګه وغواړم هغسي حالت کې پیدا کولی شم نو حقیقت هغې داسي متنازعه بیانونو سره نشي ردولی چې خواجه سرا نشته»

د الماس بوبي په وینا چې پاکستان کې اتیا زره رجسټرډ نرښځیان یا خواجه سرا اوسېږي چې پکې زیاتره د خپلو کورنو نه بهر کړې شوې دې او د خپلو کورنو لخوا ورته په وراثت کې برخه هم نه ورکړې کیږي.

XS
SM
MD
LG