د لاسرسي ځای

نړیوال بانک له افغانستان سره ۲۵۰میلیونه ډالره مرسته کړې


نړیوال بانک د بغلان- بامیانو لارې د جوړولو او د سالنګ د اوسنۍ لارې د بیارغونې لپاره له افغانستان سره دوه نیم سوه میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بغلان - بامیانو لارې په جوړېدو سره به چې د هندوکش غرو په لمنو کې تیرېږي، د سوداګریزو توکو او د مسافرو د تګ را تګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د نړیوال بانک له خوا مرسته شوې دا پیسې به د بغلان – بامیان د ۱۵۲ کیلو متره سړک په پخولو او د سالنګ ۸۷ کیلو متره سړک په بیا رغولو ولګول شي.

په خبرپاڼه کې د نړیوال بانک د افغانستان د څانګې مشر باب سام له خولې ویل شوي چې د دې لارو رغونه د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

XS
SM
MD
LG