د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېم ار ډي کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ونډه (لومړۍ برخه)


د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په پاکستان کې جنرال ضیاالحق په ۱۹۷۷ز کال کې جمهوري حکومت ړنګ کړ، د هغه وخت وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو یې زنداني او بیا وروسته په دار وځړاوه او د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه. د دې اقداماتو په نتیجه کې د پاکستان کیڼ لاسي او ملتپاله سیاسي ګوندونو د جمهوریت بحالۍ تحریک وچلاوه چې اېم ار ډي یې مخفف دی. د همدې تحریک په سلسله کې د هغه وخت پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او د پښتونخوا زده کوونکو سازمان په کوټه کې د احتجاجي لاریون پرېکړه وکړه او د ۱۹۸۳ز کال د اکتوبر پر اوومه نېټه چې د اوسني پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ په کوټه کې لاریون روان وو، نو ورباندې امنیتي سرتېرو ډزې وکړې چې پکې یو شمېر فعالان ووژل شول او ځېنې ژوبل شول.

د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې مو د دې څېړلو هڅه کړې چې په ۱۹۸۳ز کال کې په کوټه کې د پښتنو ملتپالانو پر احتجاجي لاریون د پاکستان امنیتي سرتېرو ډزو او مرګ ژوبلې څه پیغام ورکړ او ارزښت یې څه وو؟ د دې لاریون پر مهال د ژوبل شوي او بیا وروسته مړ شوي ولسیار مور څه یادونه یا خاطرې لري؟ د دې مرګ ژوبلې، احتجاج او تحریک اثرات او لاسته راوړنې څه وې؟

په خپرونه کې مو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له دوو مخکښانو او غړو رضا محمد رضا او وطنپال، د اسلم ولسیار له مور حضرت خور بي بي او د بي بي سي له خبریال، څېړونکي او شنونکي داود اعظمي سره خبرې کړې دي چې لاندې یې اورېدای شئ.

د جمهوریت بحالۍ تحریک او پښتونخوا ملي عوامي ګوند (لومړۍ برخه)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG