د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په لوښو کې اوبه پټې ساتل د ډېنګي ماشي مخه نیسي"


د مردان یو وګړی سجاد، چې د ډېنګي تبه یې تېره کړې ده، وایي، "له پېښوره په لار يو ځای کې ماشي وچيچلم او بيا د شپې راته تېزه تبه راغله، سهار چې پاڅېدم نو د څرمنې رنګ مې بدل وو"

د پاکستان صحت محکمې د نهې په ورځ جاري شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې سږ کال دوران دوه زره يو سل او يو کم پنځوست کسانو کې د ډېنګي رنځ تصديق شوی چې پکې شپږ کسان مړه شوي دي.

((ډېنګي په صفا اوبو کې پېدا کېږي که څوک اوبه جمع کوي نو بايد دپاسه پرې سرپوښ کېږدي ځکه چې موږ زياتره په لوښو، د ګلونو ګملو يا نور څه کې اوبه ږدو او بيا په کورونو کې دا تر ډيره وخته موجودې وي ))

دغه رنګ د ډېنګي رنځ د پنجاب پنډۍ او ملتان، د سند کراچۍ او د خېبر پښتونخوا بيلا بيلې برخې متاثره کړې دي.

د خېبر پښتونخوا ملاکنډ ضلع کې د ډېنګي مريضانو د علاج او معلوماتو لپاره جوړ کړل شوې ډينګي ضد ادارې مشر ډاکټر تنوير انعام مشال راډيو ته وويل، تر دې دمه درې سوه او څلور پنځوست مريضان په ټوله ضلع کې مخې ته راغلي خو يو مريض کې هم لا د دې رنځ تصديق نه دی شوی:

((ډېنګي په صفا اوبو کې پېدا کېږي که څوک اوبه جمع کوي نو بايد دپاسه پرې سرپوښ کېږدي ځکه چې موږ زياتره په لوښو، د ګلونو ګملو يا نور څه کې اوبه ږدو او بيا په کورونو کې دا تر ډيره وخته موجودې وي ))

ډاکټر تنوير انعام د دې رنځ وروستو يا مخکې د ګامونو پورته کولو په اړه مشال راډيو ته وويل چې که څوک دا محسوس کړي چې ګني هغه د ډېنګي له وایرسه متاثره دی نو زر تر زره دې ځان هسپتال ته ورسوي ۔

ډاکټرتنويرانعام وايي: ((پر دې مهال د سر درد يا تبې ګولۍ لکه ډیسیپرين يا بروفین ګولۍ نه دي خوړل پکار ۔ مريض بايد ځان په مچردانۍ کې بند کړي چې دا شان ترې نور خلک متاثره نه شي او د دې رنځ رغېدل درې يا څلور ورځې اخلي))

د کراچۍ جناح روغتون يو چارواکي اختر انور مشال راډيو ته وويل چې سږکال کې په دېرشو کسانو کې د دې رنځ تصديق شوی چې پکې دوه کسان مړهشوي دي.

((روان کال کې د جنورۍ مياشتې راهیسې د ډېنګي دېرش مريضان راغلي چې پکې دوه کسان مړه شوي ۔ د اکتوبر په مياشتې کې جناح هسپتال ته له ډينګي متاثره څوارلس مريضان راغلي دي او دا وخت صرف د دوه کسانو علاج روان دی ))

د مردان یو وګړی سجاد چې د ډېنګي تبه یې تېره کړې ده،وایي،له پېښوره په لار يو ځای کې ماشي وچيچلم او بيا د شپې راته تېزه تبه راغله، سهار چې پاڅېدم نو د څرمنې رنګ مې بدل وو:

((سهار چې پاڅېدلم نو تبه مې وه او وجود مې خوږېدو۔ بله دا چې ټولې مرۍ باندې مې نخښې جوړې شوې وې لکه چې چا په پنر «بلېډ» رېبلی یم او بيا به مې څرمن داسې ښکارېده لکه چې چاودلې وي۔ د علاج دوران ما ته يو کم دېرش ستني راکړل شوې وې په هغو کې اته ويشت راته ولګېدلې دي او اوس ټيک شوی يم ولې بيا هم راته لږه لږه تبه راځي ))

د يادونې وړ ده چې د خېبر پښتونخوا او پنجاب پشمول د ملک په يو شمېر برخو کې د ډينګي رنځ نه بچ کېدو لپاره سپرې او يا نور ګامونه هم پورته کېږي ولې بيا هم دا رنځ په تېزۍ سره په خورېدو دی.

محمد عمران اسلام اباد

XS
SM
MD
LG