د لاسرسي ځای

سکولونه یې ورانېږي خو نجونه تعلیم نه پرېږدي


باجوړ: په یوه کنډکپر ښوونځي کې نجونه زدکړې کوي

باجوړ: په یوه کنډکپر ښوونځي کې نجونه زدکړې کوي

"زموږ په سکولونو کې د بدامنۍ له کبله د ماشومانو پر تعلیمي هلو ځلو څه اثر نه دی پرېوتې او نه هم خلکو تعلیم ته شا کړې. له جینکو سره میندې پلرونه هم راځي، او غواړي چې لوڼې یې تعلیم حاصل کړي."

په خېبرپښتونخوا او فاټا کې د ۲۰۰۸ م کاله راهیسې ګڼ سکولونه وسلوالو په بارودو وران کړي دي، د سرکاري او غیر سرکاري شمېرو له مخې په دغو کې زیاتره د جینکو سکولونه ول.

خو د دې هر څه باوجود سکولونو ته د ماشومانو جینکو تلل او د ښځو استادانو کار کول و نه درېدلی.

د ملاکنډ پوهنتون یوه زده کونکې برېښنا شهزاد وایې، حالاتو که څه هم د څه وخت لپاره پر دوی د تعلیمې ادارو دروازې تړلې وې ، خو دوی یې له سکوله بهر پاتې نکړل. (( نه.. د حالاتو له وجې څه کمی نه دی راغلی، د دې باوجود هم جینکۍ سکولونو ته ځي، د ورانو کړل شوو سکولونو ماشومانو لاهم خپل تعلیم ته پام کوي، دوی همت ندی بایللی، که چیرې دوی غواړي، جینکۍ دې سکولونو ته نه ځې نو دوی موږ نشي منې کولی، موږ به بیا هم د دې ټولو مشکلاتو باوجود تعلیم حاصلوو.))

په تېرو څو کلونو کې په فاټا کې هم ګڼ سکولونه وران شوي دي، خو هلته په زیاتره سیمو کې اوس هم هلکان او جینکۍ په داسې سکولونو کې زدکړې کوي، چې ودانۍ نه لري.

د سوات مټې جینکو د یوه سرکاري سکول پرنسپله ګل خندانه وایي، په تېرو کلونو کې تر ټولو زیات په سوات او پتېره په مټه کې سکولونو ته زیان رسېدلی دی. ګل خندانه وایي، په سوات کې د بدامنۍ په ورځو کېتر۴۰۰زیات سکولونه ړنګ کړل شوي دي، چې زیاتره پکې د نجونو هغه ول. هغه وایي دې حالاتو دوی له تعلیم حاصلولو و نه درول. خو د سوات زده کونکې په سکولونو کې سهولتونه نه لري.

((نو اوس خو د جینکو زده کونکیو شمېره زیاته شوې ده، او کمه شوې نه ده، مسله دا ده چې دوی ته سهولتونه نشته، لکه د سوات په مټه کې چېرته چې زه کار کوم، سکولونه ډېر لیرې دي، او یک یو کالج دی، که درته ووایم زموږ په سیمو کې د تعلیمې ادارو ډېر سخت کمی دی))

د مومندو یوه استاده چې نوم یې ښودولو، وایی، دغو حالاتو په خلکو کې د تعلیم د اهمیت په اړه لا نوره پوهه پیدا کړې ده.

(( زموږ په سکولونو کې د بدامنۍ له کبله د ماشومانو پر تعلیمي هلو ځلو څه اثر نه دی پرېوتې او نه هم خلکو تعلیم ته شا کړې. له جینکو سره میندې پلرونه هم راځي، او غواړي چې لوڼې یې تعلیم حاصل کړي. زیاتره جینکۍ خو بیا پیښور ته له وړاندې د تعلیم لپاره هم تللې دي. خلک اوس غواړي چې خپل ماشومان یې په سکولونو او کالجونو کې زده کړې وکړي.))

هغه میندې او پلرونه د ستایلو دي چې د بدامنۍ باوجود یې خپلې لوڼې او زامن سکولو ته لېږل

سیمین اپرېدۍ

د پاکستان ډان ورځپاڼه په خپل یو رپوټ کې د پېښور د سمند خان کلي د یو داسې سکول ذکر کوي، چې درې واره وسلوالو په بارودو الوځولی دی خو زدکونکې یې اوس هم په دغه ورانه ویجاړه ودانۍ کې زدکړې کوي.

د پېښور پوهنتون د فلسفې یوه استاده سیمین اپرېدۍ وايي، د پښتنو په سیمو کې بدامنۍ او بې کورۍ که څه خلک وځپل خو د دوی له زړه یې د تعلیم مینه ونه وېستله:

(( زه ټولو ښځو او جینکو همت ته سلام کوم. ښځو استادانو خپل کار نه دی پرېښودی، میندې پلرونه هم خپلې لوڼې سکولونو او کالجونو ته لیږي، دا ښيي چې خلکو په دغه بدو حالاتو کې هم همت نه دی بایللی ))

سیمین اپرېدۍ دا هم وایي،په خېبر پښتونخوااو فاټا کې د وران کړل سکولونو بیا ابادول او سهولتونه ورکول د موجوده صوبايي او مرکزي حکومتونو لومړی دنده جوړېږي.

XS
SM
MD
LG