د لاسرسي ځای

تازه خبر

کروشیا د کډوالو پر مخ خپلې دروازې پرانستلې


کروشيا هغه زرګونه کډوالو ته اجازه ورکړې چې له سربيا سره پر پوله بند پاتې وو.

تر ۳۰۰۰ زيات کډوال پر بيرکاسوو پوله په يخنۍ او باران کې ايسار ورون (دوشنبه) کروشیا د دوی په وړاندې خپلې دروازې پرانستلې.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان (يو اېن اېچ سي آر) يوې وياندې مېليتا سون ايچ وويل چې د څه ډول اعلان پرته پوله پرانستل شوه چې بيا وروسته ټول په منډه داخل شول.

بلخوا اوس هم ګڼ شمېر کډوال د کروشيا په داخل کې د کروشيا او او سلووېنيا پر پوله بند پاتې دي.

د کډوالو په منځ کې تر هغه وروسته تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی له کله چې پر پوله د نوو بنديزونو لګېدو وروسته د دوی پر مخ د لوېديځې اروپا لارې وتړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG