د لاسرسي ځای

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د شام له حکومتي ځواکونو څخه د ایران ملاتړ د دې مخه نیسي چې تهران په شام کې د سولې د ټینګولو لپاره په هڅو کې رول ولوبوي.

عادل الجبیر په ریاض کې په یوه خبري غونډه کې وویل،ایران په هغه صورت کې د شام د بحران په حل کې ونډه لرلای شي چې په شام کې لاسوهنې بندې کړي:

((ایران باید له شام څخه ووځي، د بشاراسد رژیم ته د وسلو ورکول بند کړي او د حزب الله په څېر شام ته استول شوې شیعه ملېشه وباسي نو بیا کولای شي د شام په سوله ییز حل کې ونډه واخلي خو ایران اوس مهال په جګړه کې ښکېل او داسې هېواد دی چې په دغه هيواد کې یې د عربانو سيمه قبضه کړې ده.))

الجبیر پر ایران غږ وکړ چې د لبنان، شام، عراق یمن او نورو عربي هېوادونو په چارو کې دې لاسوهنې نه کوي.

XS
SM
MD
LG