د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه،جرمني او ایټالیا له افغانستانه خپل عسکر نه باسي


ناټو پرون (دوشنبه)اعلان وکړ چې د ترکي، جرمني او اټلي حکومتونو پریکړه کړې چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو اوسنی شمیر پر ځای وساتي.

په اروپا کې د ناټو لوی کوماندان جنرل فلیپ بریدلوف رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې یو شمیر غړو هیوادونو په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د خپل ګډ پوځي ماموریت د جاري ساتلو ډاډ ورکړی دی. خو نوموړي په دې اړه د تفصيلاتو ورکولو ډډه کړې ده.

ناټو اوس په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې نږدې ۶۰۰۰ پوځيان لري او د دې ماموریت د پای ته رسېدو نیټه يې نه ده اعلان کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG