د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: په بس کې چاودنې يوولس تنه وژلي دي ګڼ ژوبل


د کوټې ښار د پولیسو په خبره د دوشنبې په ماښام ناوخته پر سرياب سړک له دوکاني بابا څلورلارې سره په يوه ځايي مساپروړونکي بس کې چاودنې تر دېرشو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کوټې په سرياب سړک په چاودنه کې د دوو ماشومانو په شمول يوولس تنه وژل شوي، او تر شل زیات نور ژوبل شوي دي. د پوليسو په خبره چاودنه په يوه ځايي مساپر وړونکيبس کې شوې، چې وژل شوي او ټپيان يې ډېری ولسي وګړي دي.

يو سپينږيری ټپي تن، چې د سنډېمن روغتون پر بستر پروت وو، مشال راډيو ته يې د سترګو لیدلی حال داسې بیان کړ.

؛ چاودنه وشوه، بیا مې زورور ږغ واورېد. تر هغه وروسته لمبې شوې او بیا په ځان نه يم پوهېدلی. زه په دې لوکل بس کې کور ته روان وم؛.

د صوبې د کورنيو چارو سيکرېتري اکبر حسین درانی، چې تر چاودنې سمدستي وروسته د کوټې سنډېمن روغتون ته راغی، هملته يې له رسنيو سره په خبرو کې وویل، د لومړنيو پلټنو پر اساس چاودنه ددې بس په شا کې د ښوول شويو چاودېدونکو توکیو له چولو شوې، چې همدا چاودېدونکي توکي يې په دې لوکل بس کې له يوه ځایه بل ځای ته منتقلول.

؛ دا ځايي بس په سرياب سړک له ښاره هغې خواته رهي وو. چې همدا شايد د ورځې اخرنی لوکل بس وو. نو ځکه له خلکو ډېر ډک وو، لاندې هم خلک ناست وو او بالا پر چت يې هم خلک سپاره ول. نو د دې بس په شا کې چاودنه شوې، چې په کې تراوسه پورې يوولس تنه وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي؛.

که څه هم اکبر حسین دراني رسنيو ته د يوولسو تنو د وژل کېدو تاييد وکړ، خو سنډيمن روغتون ته چېري چې ټول مړي او ټپيان راوړل شوي وو، د مړيو شمېر لس وو او د پولیسو وياند جاوېد غرشين هم رسنيو ته په لېږل شوي بیان کې د لسو تنو د وژل کېدو تاييد کړی. چې په ټپيانو کې يې بیا د روغتون د ډاکترانو په خبره د درو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د کوټې په سرياب سړک ياده چاودنه په داسې وخت کې کېږي، چې په دغه ښار کې د محرم الحرام په راتګ سره د امنيتي ادارو له خوا د سختو امنيتي تدابیرو د نيولو ادعا شوې.

بلې خواته د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف او د بلوچستان اعلا وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د دغې چاودنې په سختو ټکيو کې غندنه کړې او اړونده چارواکو ته يې د پلټنو امر کړی. د رپوټ تر بشپړېدو پورې د چاودنې مسووليت کومې ډلې قبول کړی نه دی.

په کوټه کې چاودنې يوولس تنه وژلي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

XS
SM
MD
LG