د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد ښار په اشر پاک کړل شو


په دغه کمپاین کې د جلال اباد ښاروال او مدني فعالان دوکان په دوکان وګرځېدل او له هغوی یې غوښتنه کوله چې ناروا څیکېدل ودروي او خپل انګړونه پاک وساتي.

د جلال اباد ښاروالۍ په اشر خپل ښار پاک کړی خو له دوکاندارانو یې غوښتنه کړې چې د خپلو دوکانونو خځلې په ټاکليو ځایونو کې واچوي او هم ناروا څیکېدل »ناجایزه تجاوزات» ودروي.


د جلال اباد ښار پاکوالي اشر او عامه پوهاوی د دوشنبې په ورځتر سره شو، چې د ښاروالۍ پر مامورینو سربیره د ولایتي شورا یو شمېر استازو او مدني فعالانو ګډون کړی و.


د جلال اباد ښاروال حميدالله افغان په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

(( د کمپاين هدف دا و، ژمي راروان دی چې دا ویالي پاکې شي، او په ښار کې د اوبو بهېدلو مخه بنده نشي. همدارنګه د عامه پوهاوي برخه يې لرله . هټیوالو ته مو غږ کاوه چې خپلې خځلې په ټاکلیو ځايونو کې واچوي او له موږ سره همکاري وکړي چې خپل اشیا او اجناس پلي لارو ته راونباسي او د خلکو د تګ راتګ لارې بندې نه کړي.))

د ننګرهار د ولایتي شورا استازی اسرارالله مراد د ښاروال دغه اقدام ستايي او زیاتوي چې د ښاروال له کارونو څخه به نظارت کوي.

(( ښاروال ځوان دی، په دې هيله چې واقعې قدمونه اوچت کړي نمایشي نه. نو ښاروال صیب به موږ ګورو، چون دا يې ابتدايي ورځې دي، څنګه چې داسې ګرم قدمونه اخلي، موږ يې د ولسونو په نمايندګي ستایو، موږ ورسره همکار يو، موږ يې ملاتړ کوو، لاکين په تعقیب کې يې يوو.))

د ختيځ زون د ځوانانو د ملي یووالي ټولنې مرستيال عبدالرحمن معاون وايي، په دې خاطر د ښار د پاکوالي له کمپاين سره مله شوي چې خلکو ته وښيي چې د خپل ښار حفاظت پخپله وکړي.

(( په دې خاطر په کمپاین کې ګډ شوي يو چې ښاروال صیب پځپله راغلی دی، ځوانان راغلي دي، دوکاندارانو ته دوکاندارانو ته موږ عامه پوهاوي ورکړله. چې دا ګند په داسې ځای کې واچوي چې ورته ټاکل شوی وي چې د ښاروالي خلک راشي او په منظمه توګه يې اوچت کړي.))

د ویلو ده چې په جلال اباد ښار کې اکثرو دوکاندارنو د خپلو دوکانونو مخو ته غير قانوني تړې جوړې کړي دي. د جلال اباد ښاروال وايي چې دوی له ټولو دوکاندارانو څخه په لیکلي بڼه استزاري اخيستې چې غير قانوني تجاوزات به له منځه وړي او که په دې برخه کې هر چا له غفلت نه کار واخيست، دوی به يې مجازات کړي او دوکان به يې مهرولاک کړي.

XS
SM
MD
LG