د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتنو قبایلو فیصلې به د پاکستان اسمبلۍ نه کوي"


"د پښتنو قبایلو فیصلې به د پاکستان اسمبلۍ نه کوي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:15 0:00

د قبایلي سیمو مشران وايي چې د فاټا راتلونکې پرېکړه به دوی په خپله کوي. د خالي «شنبې» په ورځ د خېبر پښتونخوا په بنو کې ښارګوټي کې د قبایلي سیمو مشرانو یوه لویه جرګه وشوه چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم ګډون درلود. په دغه موقع د قبایلي مشرانو وینا وه چې د فاټا ایني اصلاحاتو په اړه د قبایلي سیمو د پارلیماني غړو لخوا په پارلیمان کې د وړاندي کړي بل مسوده نه مني. په دې موقع د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي وویل قبایلیان باید لومړی خپلو سیمو ته ولېږل شي او د دوی ګوند به د قبایلو هره پرېکړه مني او ملاتړ به یې کوي. « د فاټا فیصله به د پاکستان اسمبلۍ نه بلکې د فاټا ولس کوي، له باجوړه تر وزیرستانه دا د فاټا د ولس ملکیت دی، دوی یې مالکان دي، زور به نه منو ، فیصلې به ولس کوي،که څوک پاکستان چلوي بې انصافي به نه کوي. » نوموړي وویل که څوک پاکستان په بې انصافۍ چلوي، نو سندي، پنجابي او بلوچي ته دې خپل وطن مبارک وي، پښتانه به خپله ګزاره وکړي. په دې موقع د پاکستان پخواني وزیر حمیدالله جان اپریدي وویل د قبایلي سیمې خلک دې خپله منتخب اسمبلي ولري.

XS
SM
MD
LG