د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل پوهنتون کې د جنسیت پوهنې څانګه جوړه شوه


فایل فوټو
فایل فوټو

CNN په خپله ویب پاڼه لیکي په کابل پوهنتون کې په لومړي ځل د ښځو او د جنسي مطالعاتو یا جینډر سټډیز پروګرام پیل شوی دی. دا به د دغه هیواد ښځو ته ډیره ګټه ورسوي، چې د کلونو کلونو جنګونو یې په ژوند بدې اغیزې کړي، او اوس په افغان ټولنه کې خپل ځای جوړوي.

د افغانستان په زیاترو برخو کې لا هم کم عمره جینکۍ سکولونو ته نه ځي، په ډیرو برخو کې د ماشومانو ښونځي نشته. په کابل کې د ملګرو ملتونو یوه کارکونکې فاریما نادري وایي د دغه پروګرام سره به افغان ښځو او نجونو ته د کار کولو مواقعې په لاس ورشي.

په کابل پوهنتون کې د جنډر سټډیز دغه پروګرام دوه کاله دی، په دغې کې ۲۸ زده کونکو داخله کړې، چې پکې اتلس جینکۍ او لس هلکان شامل دي.

د دغه پروګرام لاندې به زده کونکي په افغان ټولنه کې د ښځو په حقونو، پر دوی د تشدد ، په افغانستان کې د وروستو پاتې شوو خلکو په ژوند او کار او مسلو څیړنې کوي، او د ښځو او سړو په ټولنیزو ذمه واریو به د پوهې پیدا کولو هڅې کوي.

په افغانستان کې په تیرو کلونو کې بدامنۍ او جنګونو تر ټولو زیاتې ښځې متاثره کړي دي، پر دوی زور زیاتی شوی، او د بل د خوښې لپاره یي خپله خوښه او ژوند قرباني کړي دي.

CNN لیکي له دغه پروګرام سره به په افغان ټولنه کې دا پوهه زیاته شي، چې څنګه افغانې ښځې او سړي په ټولنه کې د یو بل مقام ته عزت او احترام ورکړي، او د یو بل له مسلو ځانونه خبر کړي.

XS
SM
MD
LG