د لاسرسي ځای

تازه خبر

پرویزخټک : د کالاباغ ډیم د جوړېدو مخالف یم


پرویز خټک
پرویز خټک

د خیبر پښتونخوا وزیراعلا پرویز خټک وايي د کالا باغ ډیم د جوړیدو مخالفت کوي او پر دې موضوع ټول ګوندونه نشې سلا کیدای نو باید مرکزي حکومت دې دا مسله پر ځای پريږدي.

نوموړي پرون په نوښار کې خبريالانو ته وویل چې د پاکستان مرکزي حکومت يوازې د پنجاب د ګټو په فکر کې دی او نورې صوبې يې له پامه غورځولې دي.

خيبر پښتونخوا کې عوامي نيشنل ګوند د کالا باغ ډېم د سر سختو مخالفينو څخه دی او وايي چې که دا ډيم جوړ شي نو د لکونو پښتنو زمکې او کورونه به له منځه لاړ شي.

دخیبر پښتونخوا خلک او سیاسي ګوندونه وايي وار له مخې د دوی صوبه په زیاته اندازه بریښنا تولیدوي چې نورې صوبې ترې ګټه پورته کوي، خو پخپله د پښتونخوا خلک د بریښنا د زیاتې پرچاوۍ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG